روندا ته د چین دوهمه جوپه واکسين وسپارل شو
CMG2021-11-08 10:20:10
شريکول:

له روندا سره د چيني حکومت د واکسين دوهمه جوپه مرسته د نومبر په ۷مه نېټه د دغه هېواد د پلازمېنې کيګالي نړيوال هوايي ډګر ته ورسېده. په روندا کې د چين تجارتي مستشار وانګ جيا شين او د روندا د عامې روغتيا وزارت د طبي چارو مسئول تويشمي د يادې جوپې واکسين د تسليمۍ په مراسيمو کې ګډون کړی و.

د چين حکومت دا ځل له روندا سره ۳۰۰ زره دوزه د کرونا ضد واکسین مرسته کړې ده.

تويشمي له چين څخه ډېره مننه وکړه، چې د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې يې له روندا سره ډېرې مرستې کړې دي. هغه وويل، چې دغه جوپه واکسين به د دې هېواد د واکسین کمښت پوره کړي او د دې هېواد ۶۰ سلنو خلکو ته به د واکسین د ورکولو موخه پوره شي.