د سوډان د ځواکونو قوماندان: د هېواد ډیموکراتیک لېږد ته به وده ورکړي
cri2021-11-08 10:40:55
شريکول:

د سوډان ملی ټلويزيون د نومبر په ۷مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو قوماندان عبدالفتح البورهان په همدې ورځ د سوډان په پلازمینه خرطوم کې د عرب ليګ د سرمنشي له مرستيال حسام ذکي سره د کتنې په وخت کې ژمنه وکړه چې د هېواد ډیموکراتیک لېږد ته به وده ورکړي څو په ډیموکراتیک ډول منتخب حکومت جوړ شي.

حسام ذکي په دغه کتنه کې پر دې ټينګار کړی چې په سوډان کې د ټولو سیاسي ډلو لپاره دا مهمه ده چې د خبرو اترو له لارې شته مسئلې داسې حل کړي چې ټولې خواوې پرې راضي وي. هغه وویل چې عرب لیګ به په سوډان کې له ټولو خواوو سره مرسته وکړي چې د خبرو اترو میز ته کښیني.