د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م مرکزي کمېسيون ۶مه عمومي غونډه د نومبر په اتمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د مرکزي کمېسيون عمومي منشي شي جين پينګ د مرکزي کميټې د سياسي بيورو په استازيتوب يادې غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ او د ګوند د سل کلنې مبارزې د سترو لاسته راوړنو او تاريخي تجربو په اړه يې د ګوند د ياد کمېسيون د پرېکړه ليک (د بحث مسودې) په هکله يادې غونډې ته وضاحت ورکړ.