فضانوردانو د شن جو ۱۳مې فضايي بېړۍ په بهر کې ټاکلې دندې تر سره کړې
cri2021-11-08 16:48:32
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چین د انسان وړونکي فضايي چارو دفتر د نومبر په ۸مه نېټه خبر ورکړ، چې د همدې نېټې د سهار په

۱ بجو او ۱۶ دقيقو، د شن جو ۱۳مې فضايي بېړۍ فضانوردانو په لومړي ځل د بېړۍ په بهر کې علمي کړنې ترسره کړې او تر 6.5 ساعتني چارو وروسته يې ټاکلې دندې بشپړې کړې او فضانوردان جای جه ګانګ او وانګ یا پينګ په خوندي توګه د فضايي بېړۍ مرکزي برخې ته ستانه شول. 

دا د چين د انسان وړونکي فضايي چارو په تاريخ کې درېيم ځل دی چې فضانوردان يې د فضايي بېړۍ په بهر کې علمي کړنې تر سره کړې، او لومړی ځل دی چې د چين ښځينه فضانوردې د فضايي بېړۍ په بهر کې علمي چارې ترسره کړې. (هيله)