د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د خوراکي توکو واردات ۲۹.۸ سلنه زيات شوي
cri2021-11-08 10:46:31
شريکول:

د چين د وارداتي توکو د صنايعو ټولنې د ۲۰۲۱ کال غونډه او د غوښې ۱۲م نړيوال کنفرانس د نومبر په ۷مه نېټه په شانګهای کې تر سره شو.

په يادوغونډو کې د ۲۰۲۱ کال لپاره د چين د خوراکي توکو د وارداتو راپور وړاندې شو چې له مخې يې په ۲۰۲۰ کال کې د چين د خوراکي توکو وارداتي ارزښت ۱۰۷ مليارډو او ۷۳۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د خوراکي توکو وارداتي ارزښت ۱۰۱ ميليارډو او ۴۱۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې دا د تير کال د همدې مودې په پرتله ۲۹.۸ سلنه زياتوالی ښيي. په دغه راپور کې وړاندوينه شوې چې په روان کال کې به د چين د خوراکي توکو د وارداتو د زياتوالي کچه له ۲۰ سلنې څخه زياته وي.