د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي د بې پیلوټه الوتکې له بریده روغ وتلی
cri2021-11-08 10:43:26
شريکول:

د عراق د ګډو عملياتو قوماندانۍ د نومبر په ٧مه نېټه وويل چې د همدې ورځې د سهار په ۴ بجو د بغداد په ګرين زون "شنه سيمه" کې د عراق د صدراعظم مصطفی الکاظمي پر استوګنځي د نامعلومې بې پيلوټه الوتکې له خوا بريد وشو. مصطفی الکاظمي له برید روغ وتلی او زيان ورته نه د ی رسېدلی.

د عراق امنیتي ځواکونو په سيمې کې لازم تدبیرونه نيولي دي.