د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان د نومبر په ۸مه نېټه د پوهنې ملکيت حق د نړيوال لړيال په نوم راپور خپور کړی دی. د دې راپور له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې، کله چې نړيوال اقتصاد ښه نه و، د نړۍ د نويو سوداګريزو مارکونو د غوښتنليکونو شمېر ډېر زیات و. په دې مانا، د کرونا وبا په ترڅ کې ځيني نوي توليدات او خدمتونه رامنځته شوي دي.
ياد راپور د ۱۵۰ هېوادونو او سيمو د شمېرنو پر بنسټ جوړ شوی دی. په ۲۰۲۰ کال نړۍ کې د نويو سوداګريزو مارکونو د غوښتنليکونو شمېر ۱۳.۷ سلنه، د امتيازي حق غوښتنليکونو شمېر ۱.۶ سلنه او د بڼو يا شکل د ډيزاين غوښتنليکونو شمېر ۲ سلنه زيات شوی و.