تهران: د ايران د ذروي مسئلې په مذاکراتو کې بايد له دې هېواد سره د تجارتي اړيکو ژمنه پوره شي
CMG2021-11-09 14:44:23
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په يوې خبري پاڼې کې ويلي، چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير عبداللهيان د نومبر په ۸مه نېټه د بريتانيا د بهرنيو چارو له وزيرې الیزابیت ترس سره په ټليفوني خبرو کې ويلي، چې د ايران د ذروي مسئلې ټول مشکيلات د امريکا لخوا رامنځته شوي دي. خبري پاڼه زياتوي، که اړوند هېوادونه غواړي، چې د ويانا مذاکرات بريالي شي، نو پر ايران باندې ټول بنديزونه بايد لېري شي او بېلابېلې خواوې بايد تړون پلي کړي. د ايران د ذروي مسئلې په هراړخيز تړون کې د اړوندو خواوو يوه ژمنه دا ده، چې ټول هېوادونه بايد له ايران سره تجارتي اړيکې عادي کړي، نو د اطريش په پلازمېنې ويانا کې کېدونکو مذاکرات بايد دغه ژمنه پوره کړي.