د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د نومبر په ۸مه نېټه ويلي، چې اسرائيل په همدې ورځ د سوريې پر مرکزي او ساحلي سيمو هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې د سوريې دوه سرتيري ټپيان شوي دي.
د سوريې خبري اژانس خبر ورکړی، چې اسرائيلي پوځ د همدې ورځې په شپه د لبنان د پلازمينې بيروت له شمال څخه د دغه هېواد د مرکزي او ساحلي سيمو څو موخو هوايي بريدونه کړي چې له امله يې د دې هېواد دوه سرتيري ټپيان شوي دي. د سوريې هوايي بريد ضد سيستم د اسرائيل زياتره توغندي په هواي کې شنډ کړي دي. (شکريه)