د جلغوزو کېسه د چين د پرانيستي او سمسور بازار څرګندويي کوي
CMG2021-11-09 15:39:17
شريکول:

اوس د چين څلورم نړيوال وارداتي نندارتون په شانګهای کې روان دی او افغان جلغوزي په دغه نندارتون کې  له تر ټولو د پام وړ محصولاتو څخه دي.

د چين ميډيا ګروپ د نړيوال وارداتي نندارتون په ځانګړې انلاين ژوندې خپرونه کې، چې د نومبر د شپږمې نېټې په شپه ترسره شوه، ۱۲۰ زره ډبيه افغان جلغوزي په چټکۍ وپلورل شول او دغه خبر د چين په ټولنيزو شبکو کې د تودو خبرونو سرټکی ګرځيدلی دی. زياتو چيني انټرنيټ کاروونکو د انلاين خپرونې په ترڅ کې په خپلو کمنټونو کې افغانانو ته ځانګړې پاملرنه کړې. ((  جګړه ځپلو افغانانو سره مرسته کول ډېر ښه کار دی .)) ((  نن شپه  مې  جلغوزي واخيستل؛ ځکه افغانان له ستونزو سره مخ دي. ))  

څو ورځې مخکې ۴۵ ټنه افغان جلغوزي په يوې ځانګړې باروړونکې الوتکې کې شانګهای ته وليږدول شول او لږه اندازه يې په ياده انلاين خپرونه کې وپلورل شول. افغانستان کې سږ کال د جلغوزو ښه حاصلات شوي، خو خرڅلاو يې د کرونا وبا او د ځايي حالاتو د بدلونونو له امله  له ستونزو سره مخ دی. چين له افغان بزګرانو سره د مرستې په پار د جلغوزو هوايي دهليز پرانيستی، چې له امله يې افغان جلغوزيو د چين د بېلا بېلو سيمو پلورنځيو او بازارونو ته لار موندلې ده او د چين د نړيوال وارداتي نندارتون انلاين خپرونې کې هم وپلورل شول. په دغه انلاين خپرونه کې د افغان جلغوزو د خرڅلاو وضعيت د چين د بازار سمسورتيا او د چيني مشتريانو شوق او زوق څرګند کړی دی.

په دغې انلاين خپرونې کې ۱۲۰ زره ډبيه افغان جلغوزي په چټکۍ وپلورل شول، تصادفي کار نه دی، بلکې دا د پرمختيايي هېوادونو او  وروسته پاتې هېوادونو د توليداتو د پلورلو ډګر د جوړولو په برخه کې د چين د نړيوال وارداتي نندارتون لاسته راوړنه ده او هم د رښتيني څو اړخيزم د ساتلو او له نړۍ سره د سوداګريزو فرصتونو د شريکولو لپاره د چين د کوښښونو نتيجه ده.

چين په دې نظر دی، چې د بېلا بېلو هېوادونو ګډ پرمختګ رښتينی پرمختګ دی او د ټولو ګډه شتمني رښتينې شتمني ده. (( د ګټو شريکول )) د چين د نړيوال وارداتي نندارتون د اصلي روحيې  برخه ده. د ۳۳ وروسته پاتې هېوادونو شاو خوا ۹۰ تصدۍ په سږني نندارتون کې برخه لري او چين د تېرو کلونو په شان د دغو تصديو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې کړې دي.

د بېلګې په توګه، ځيني افريقايي تصدۍ او سوداګر د کرونا وبا له امله شانګهای ته نشي تللی، خو د چين د سوداګريزو استازنځيو له لارې  په دغه نندارتون کې د خپلو توليداتو د نندارې او د خبرو اترو چارې تر سره کوي. د اتوپيا د قهوې سوداګر اسرايل ډيګفا وويل، چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون د صادراتي سوداګرو او اخيستونکو ترمنځ د تګ راتګ لپاره ښه ډګر جوړ کړی او چين ته يې د اتوپيا د قهوې په صادراتو کې ورسره ښه مرسته کړې ده.

بر سيره پر دې، د چين نړيوال وارداتي نندارتون د څواړخيزې سوداګرۍ په چوکاټ کې د وروسته پاتې هېوادونو د شاملېدو لپاره زمينې برابرې کړې دي. روان نندارتون د تېرو دورو په شان د برخوالو هېوادونو په تېره بيا د وروسته پاتې هېوادونو له اړتياوو سره سم د تماس، خبرو اترو او د سوداګريزو معلوماتو د ورپېژندنې په شمول يو لړ تجارتي غونډې او فعاليتونه تر سره کوي او د انلاين او حضوري معاملو ډګر يې جوړ کړی دی.

د دې نړيوال وارداتي نندارتون په ترڅ کې، د هونګچياو نړيوال اقتصادي فورم هم روان دی. دغه فورم د وروسته پاتې هېوادونو د مشرانو او چارواکو، د تصديو خاوندانو او کارپوهانو لپاره په يوه نړيواله صحنه کې د وينا کولو مهم فرصت برابر کړی دی.

د کرونا وبا د اِغېزو او د نړيوالو حالاتو د لويو بدلونونو له امله د نړۍ د نابرابر او ناسم پرمختګ مسئله د سختېدو په حال کې ده. چين  له دغو ستونزو سره سره په ټاکلي وخت نړيوال ورداتي نندارتون پرانيستلی او له ټولو هېوادونو سره يې د خپل پرمختګ د فرصتونو د شريکولو لپاره هڅې کړي، چې دا به د لا پرانيستنې، ټولشموليت، ګډو ګټو، برابرۍ او ګډون پر لوري د نړيوال کېدو جريان وهڅوي او دا د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره  ډېر مهم ارزښت لري.

دا د چين ژمنه ده (( له نړۍ سره د فرصتونو د شريکولو په اړه د چين اراده نه بدلېدوونکې ده))، او چين د دې لپاره رښتيني ګامونه پورته کوي.