تهران: امريکا بايد پر ايران ناقانونه بنديزونه ليري کړي
cri2021-11-09 10:07:57
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعید خطیب زاده د نومبر په ۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، امريکا بايد پر ايران ټول هغه ناقانونه بندیزونه ليرې کړي چې د ايران له اټومي تړون څخه تر وتلو وروسته يې پر دغه هېواد لګولي دي. نوموړي وويل، چې امريکا د ايران د ذروي مسئلې د رکود سرچينه ده او باید خپلو تېروتنو ته متوجه او سمې يې کړي. برسيره پر دې، امريکا بايد ډاډ هم ورکړي چې پر نړۍ او نړيوالو قوانینو به لوبې نه کوي او  د ايران له ذروي تړون څخه به بيا نه وځي. (هيله)