د روسيې خارجه وزير : په تور سمندر کې د ناټو د پوځي تمرين موخه د روسيې مخنيوی دی
cri2021-11-09 14:06:24
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف د نومبر په ۸مه نېټه د وينزويلا له خارجه وزير فليکس پلاسنسيا سره له ليدنې وروسته خبريالانو ته ويلي، چې د تور سمندر په سيمه کې د ناټو له پوځي تمرين څخه څرګندېږي، چې امريکا او ملګري هېوادونه يې غواړي د روسيې مخنيوی وکړي. د دوی دغه کړنه د روسيې - ناټو شورا له بنسټيزو سندونو څخه سرغړونه ده. ناټو ژمنه کړې، چې خپل پوځي سامان آلات به ختيځې خوا کې، يعنې د ناټو نويو غړو هېوادونو په خاورو کې ځای پر ځای نه کړي، خو امريکا په رومانيا او بلغارستان کې د سمندري پوځي اډې د جوړولو هيله څرګنده کړې ده.

لاوروف وويل، روسيه چمتو ده، چې د هر ډول وضعيت او لمسون پر وړاندې مقاومت وکړي. (شکريه)