د چين د اقليمي بدلون ځانګړي استازي شيې جن هوا د نومبر په ۸مه نېټه وويل، چې د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۶مې غونډې نيمه اجنډا بشپړه شوې ده. د بېلابېلو هېوادونو استازو د دې غونډې په لومړۍ اوونۍ کې پر عمده موضوعاتو خبرې وکړې او په روانه اوونۍ کې به د وزيرانو په کچه سلامشورې پيل شي.
د غونډې په لومړۍ اوونۍ کې بېلابېلو خواوو خپل دريځونه وښودل او خپلمنځي توپيرونه يې په ډاګه کړل. په روانې اوونۍ کې به د وزيرانو په کچه په مذاکراتو کې پر سياست او پاليسيو خبرې وشي او خپلمنځي توپيرونه به حل او موافقه به وکړي، خو مذاکرات ډېر ګران ښکاري.