د افغانستان کوچني جلغوزي: د چين او افغانستان د دوستۍ مېوه
CMG2021-11-09 15:54:34
شريکول:

ليکواله: زرينه؛ د چين مېډيا ګروپ خبرياله

د چين په حواله رسنيو کې له څو ورځو راهيسې دا هشټک #د سي اېم جي خبريالانو په سلو دقيقو کې ۲۶ ټنه افغان جلغوزي وپلورل#  ډېر کارول کيږي او دا موضوع پر ټولنيزو رسنيو ګرمه تاويږي. د جلغوزو په ټاټوبي افغانستان کې هم # د چين نړيوال نندارتون کې په ۱۰۰ دقيقو کې  ۲۶ټنه افغان جلغوزي پلورل شوي #  هشټک  ډېر لاس په لاس کيږي.

 دغه کوچني جلغوزي د دواړو هېوادونو د دوستۍ ښکارندويي کوي او د چين او افغان دوستۍ مېوه بلل کيږي.


(وياندويان په انلاين فيسټيوال کې په ناستې د اتڼ څنګونه کوي)

د ۲۰۲۱ م کال د اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره توليداتو د اخيستلو په فيسټيوال کې د نومبر د ۶ مې نېټې په شپه په ژوندۍ بڼه د انټرنېټ له لارې چينايانو ته د افغانستان، جاپان، تايلنډ او يو شمېر نورو اسيايي او افريقايي هېوادونو لسګونه غوره توليدات او محصولات وروپېژندل شول او افغان جلغوزي تر ټولو ښه د هرکلي وړ وګرځېدل او د خپرونې په ۱۰۰ دقيقو کې  ۱۲۰زره  ډبيه، چې اندازه يې کابو ۲۶ ټنه کيږي، وپلورل شول.

د چين مېډيا ګروپ (سي اېم جي) د پښتو څانګې خبريالې غوټۍ افغان دوديزې جامې پر تن کړې وې او په دغه فيسټيوال کې يې ګډون کړی و. هغې د انلاين فيسټيوال ميليونونو چيني کتوونکو ته  د افغانستان  جلغوزي وروپېژندل او د خپرونې په ترڅ کې يې افغان ملي اتڼ هم وکړ، چې د ډېرو چيني کتوونکو پاملرنه يې راجلب کړې وه.


(غوټۍ کتوونکو ته د افغان جلغوزو په اړه معلومات ورکوي)

غوټۍ  کتونکو ته وويل، چې سږکال په افغانستان کې د جلغوزو ښه حاصلات شوي، خو د کرونا وبا او په دغه هيواد کې د سياسي بدلون او ځينو نورو لاملونو له امله يې پلور له ستونزو سره مخ شوی او له دې کبله ښايي ډېری افغان بزګران او بڼوالان پيسې ونه لري او و به نه توانيږي، چې د روان سوړ ژمي د تېرولو لپاره د سوند مواد او خوراکي توکي واخلي.

د غوټۍ خبرو پر چيني کتوونکو ډېر اغېز وښانده او  ډېرو يې کمېنټونو کې ورته وليکل، چې دوی به جلغوزي واخلي او  له دې لارې به افغانانو سره مرسته وکړي.


(د انلاين فيسټيوال د کتونکو کمينټونه)


د چين په ټولنيزو رسنيو کې #د سي اېم جي خبريالانو په سلو دقيقو کې ۲۶ ټنه افغان جلغوزي وپلورل# هشټک تر ټولو ډېر ګرم تاويږي.

د انلاين فيسټيوال وياند او د چين د سوداګريزو خبرتياوو مشهور کوربه لي جيا چي له خپرونې وروسته خبريالانو ته وويل، چې افغان جلغوزو هغه ته تر ټولو ژوره خاطره وربښلې ده او هغه ډېر خوشحاله دی، چې له دې له لارې يې اړمنو افغان  بزګرو سره  پوره مرسته وکړه.


(لي جيا چي له سي اېم جي سره د مرکې پرمهال)

په ورته وخت کې د افغان جلغوزو د ډېر پلور زيری افغانستان ته هم رسيدلی او ډېرو افغان رسنيو اړوند خبرونه خپاره کړي دي او پر ټولنيزو رسنيو يې هم شور جوړ کړی دی. 

ډېرو خلکو په فېسبوک او ټويټر کې اړوند خبرونه شريک کړي او خوشحالي يې ښودلې چې #CRI#، #د افغانستان وياړ# او #د چين غوټۍ# داسې نور هشټکونه يې هم ورسره نصب کړي دي.

دا کوچني جلغوزي د چين او افغانستان د لويې او ژورې دوستۍ ښکارندويي کوي، خو دغه  دوستي په دغه لنډ فيسټيوال کې نه ده رامنځته شوې، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې متقابل درناوي او مرستې نتيجه ده.

چينايان له نورو سره دوستي غواړي، دوی دا ځانګړتيا ډېره خوښوي، چې هر څوک بايد پر خپلې وعدې ژمن وي او د داسې نړۍ  ليواله دي، چې انسانان پکې په ګډه اباد وي، خلک يې يو له بل سره ګټې شريکې کړي او ګډه وده مومي.

ډېری چينايان په دې اند دي، چې په انلاين فيسټيوال کې د افغان جلغوزو ښه پلور تصادفي نه دی، بلکې د دې نتيجه ده، چې چين په رښتيني ډول څواړخيزم ساتي او له نورو هېوادونو سره ګټې شريکوي. د چين او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړيکو په پياوړتيا سره به له جلغوزو وروسته زعفران، انار او زيات نور غوره افغان محصولات هم چين ته لار پيدا کړي.

افغان سوداګر علي اصغر پخوا هم د چين  وارداتي نندارتون کې ګډون کړی و او اوس هم په شانګهای کې په سږني نندارتون کې ګډون لري. نوموړي له انلاين فيسټيوال دوه ورځې وروسته خبريالانو ته وويل، چې تېرو څو ورځو کې ډېر خلک د هغه غرفې ته ورغلي او  هغه ته يې د افغان غاليو سپارښتنه يا فرمايش ورکړی دی.

کوچني جلغوزي د چين او افغان دوستۍ مېوه ګرځېدلې. هيله ده چې زيات چينايان خوندور جلغوزي وخوري، د جلغوزو سوداګر زياتې ګټې ترلاسه کړي او په راتلونکي کې د پلور شوو شپږ ويشتو ټنو جلغوزو په شان زياتې په زړه پورې کېسې رامنځته شي!

په همدې هيله!