د عراق په پلازمېنې بغداد کې د روانې نومبر مياشتې په ۷مه نېټه د صدراعظم مصطفی الکاظمي پر استوګنځي د بې پيلوټه الوتکې بريد وشو، خو کاظمي ته پکې زيان نه دی اوښتی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۸مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين د ياد بريد غندنه کوي. اوسمهال د عراق سياسي بحران په کليدي مرحله کې دی، نو هيله ده چې د عراق بېلابېلې خواوې يووالی وساتي او د دې هېواد امنيت او ثبات ته پاملرنه وکړي.