د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په ۸مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۳بجو او ۲۸ دقيقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۳۱۷ زره او ۸۶۵ نوې پېښې زياتې شوي او عمومي شمېر يې ۲۴۹ ميليونو، ۷۴۳ زرو او ۴۲۸ تنو ته رسېدلی دی. په همده موده کې د دغه ويروس له امله ۴۹۶۲ تنه مړه او د مړينې عمومي شمېر ۵ ميليونو، ۴۷ زرو او ۶۵۲ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)