چين: د ګردې نړۍ پرمختګ وړانديز له ټولو هېوادونو سره شريکوي
cri2021-11-09 10:23:57
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د نومبر په ۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، چې چین د ګردې نړۍ د پرمختګ په وړاندیز کې د ټولو هېوادونو د ګډون هر کلی کوي. چین غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره د ګډې مشورې، جوړونې او شریکونې پر نظرونو او څواړخيزم ټينګار وکړي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا د ګړندي تطبيق او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي. 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریس څو ورځې مخکې ويلي، چې د ګردې نړۍ پرمختګ وړانديز چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی، د نړۍ د مساواتو او برابر پرمختګ د هڅولو لپاره مهم او فعال ارزښت لري. ملګري ملتونه له دغه وړانديز پوره ملاتړ کوي او غواړي په دې برخه کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي. (هيله)