چین د افغانستان مسئلې په اړه د هند په غونډه کې ګډون نه کوي
cri2021-11-10 11:23:06
شريکول:

هند به د نومبر په ۱۰مه نېټه د افغانستان مسئلې په اړه یوه سيمه ييزه غونډه ترسره کړي او د روسيې، ايران او د منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو د امنيتي چارو جګپوړي مامورين به په دغه غونډه کې برخه ولري. 

د هند رسنيو خبر ورکړی، چې نوي ډيلي پاکستان او چین ته هم د ګډون بلنه ورکړې، خو دواړه خواوې پکې ګډون نه کوي. د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د نومبر په ۹مه نېټه په دې اړه وويل، چې بېجینګ د اجنډا او مهالوېش له امله په ياده غونډه کې ګډون نه کوي او هند ته يې هم ځواب ورکړی دی. (هيله)