د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د نومبر په ۹مه نېټه په یوه خبري ناسته کې هيله وښوده چې امريکا به د بېلا بېلو هېوادونو د ګډ پرمختګ او سمسورتیا لپاره عملي تدبيرونه ونيسي.
د مالوماتو له مخې، واشنګټن پلان لري چې د راتلونکي کال له جنورۍ څخه په ګردې نړۍ کې د بنسټيزو تاسيساتو په برخه کې د پانګو او سرمایو د راغونډولو پلان تطبيق کړي او د چین د یو کمربند او یوې لارې پر وړاندې مقابله وکړي.
ښاغلي وانګ ون بين په دې اړه وويل، چې د چین د یو کمربند او یوې لارې وړانديز د تطبيق له ۸ کلونو راهيسې تل پر ګډې مشورې، جوړونې او شريکونې ټينګار شوی او د دغه وړانديز د ګډون کوونکو هېوادونو خلکو ته ډېرې ګټې رسېدلي دي. په عین وخت کې په يادې مودې کې یو لړ همکاريزې پروژې هم عملي شوي او د اړوندو هېوادونو ترمنځ تبادلې او همکارۍ نورې هم پياوړې شوې دي. اوس یو کمربند او یوه لاره د نړیوالې ټولنې یوه عامه ګټه او د نړيوالو همکاريو تر ټولو لویه صحنه ګرځېدلې ده. (هيله)