په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۵۰ ميليونو، ۱۵۴ زرو او ۹۷۲ تنو ته رسېدلی
cri2021-11-10 11:28:23
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په ۹مه نېټه یوه تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۴ بجو او ۳۸دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۳۷۰ زره او ۷ نوې پېښې زیاتې شوي او عمومي شمېر يې ۲۵۰ ميليونو، ۱۵۴ زرو او ۹۷۲ تنو ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دغه ويروس له امله ۶۱۸۳ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۵ ميليونو، ۵۴ زرو او ۲۶۷ ته رسېدلی دی. (هيله)