د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د دفاع وزارت د نومبر په نهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د څو هېوادونو ځواکونه اوس مهال په تور سمندر کې پوځي تمرينونه تر سره کوي. د امريکا د سمندري پوځ د "پورټر" په نوم جنګي بيړۍ، د " ويټني هيل" په نوم بيړۍ او " جان رنسول" نفت وړونکې بېړۍ په تور سمندر کې پر تمريني عملياتو بوختې دي.د امریکا د هوايي ځواکونو دوه B-1B ستراتیژیک بمبار الوتکې د روسیې پولې ته نژدې شاوخوا په ۱۰۰ کیلومترۍ د تور سمندر په فضا کې الوتنې کوي. نوموړي وويل چې امريکا غواړي د روسیې ضد د څو هېوادونو يوه پوځي ټلواله جوړه کړي.
په یاده اعلامیه کې ويل شوي چې د امریکا دغه کړنې د نوموړې سيمې د بې ثباتۍ عمده عوامل دي.