فرانسه پلان لري چې په خپله خاوره کې د اټومي ریکټورونو جوړول بیا پیل کړي
cri2021-11-10 11:16:31
شريکول:

د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون د نومبر په نهمه نېټه وويل چې فرانسه په پام کې لري چې په خپله خاوره کې د اټومي ریکټورونو د جوړولو کار بيا پيل کړي.

ماکرون په همدې شپه د فرانسې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د انرژۍ د برابرولو او د کرونا وبا د مخنیوي او کنټرول په اړه یوه تلویزیوني وینا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې وويل چې فرانسه به د انرژۍ په برخه کې د خپلې اړتيا د پوره کولو او د شنو خونو ګازو د خپرېدو اندازې د کمولو او د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره په راتلونکو څو لسيزو کې په لومړي ځل په خپله خاوره کې د اټومي ریکټورونو د جوړولو کار بيا پيل کړي او د نوې انرژۍ پراختيا ته به دوام ورکړي.