چين: امریکا د بشري حقونو او ډيموکراسۍ باور بایللی
CMG2021-11-10 16:13:08
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۹ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې پر هانکانګ د امریکا تورونه وغندل او ويې ويل، چې امريکا د بشري حقونو او ډيموکراسۍ په برخه کې خپل باور له لاسه ورکړی او امريکايي ډيموکراسي ناکامه شوې ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې چين د امريکا له هغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي، چې د بشري حقونو او ډيموکراسۍ د ساتلو په پلمه د هانکانګ په چارو کې مداخله کوي. هغه وویل، وروسته له هغه چې په هانکانګ کې د ملي امنيت قانون تطبيق شوی، پدې سيمه کې د تاوتريخوالي مخه نيول شوې او ټولنيز نظم او د خلکو ژوند عادي شوی او حقه حقونه يې تضمين شوي دي. امريکا په هانکانګ کې تاوتريخوالی ښکلې منظرې بولي او د هانکانګ د مقاومت هغه اقدامات چې د خلکو د ژوند او ټولنيز نظم د ساتلو لپاره غوره شوي، پر بشري حقونو تېری بولي، د امریکا دغه کړنه د دوه ګوني معيار ښکارندويي کوي او د دغه هېواد رياکاره بڼه بربنډوي.
ښاغلي وانګ زياته کړه، چې امريکا همېشه د بشري حقونو او ډيموکراسۍ د ساتلو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخله کوي، د عراق او سوريې او ان د افغانستان واقعيتونو بيا بيا ثابته کړې، چې امريکا نړۍ ته ثبات او سمسورتيا نه، بلکې تاوتريخوالی او مصيبت رسولی دی.