ټولشموله پرمختګ د نابرابرۍ او شخړو د ليرې کولو اصلي لاره ده
cri2021-11-10 11:33:02
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چین دايمي استازي جانګ جون د نومبر په ۹مه نېټه د امنیت شورا په یوه مباحثوي غونډه کې وويل، چې ټولشموله پرمختګ د نابرابرۍ او شخړو د ليرې کولو اصلي لاره ده. 

ښاغلي جانګ جون وويل، اوسمهال د ډېرو هېوادونو په کوردننه او بهر پراخې نابرابرې تګلارې موجودې دي او د ترینګلتیا او شخړو د رامنځته کېدو سبب ګرځېدلې دي. برسيره پر دې، په نړیواله اداره کې د یواړخیزم او زورواکۍ له امله د مساواتو نه موجودیت او بې عدالتي نوره هم سخته شوې او همدا په نړيوالو اړیکو کې د مساواتو د نه رامنځته کېدو مهم لامل بلل کېږي. (هيله)