چین په تېرو شلو کلونو کې له نړۍ سره د پرمختګ ګڼ فرصتونه شریک کړي
cri2021-11-10 14:59:57
شريکول:

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چین د ګډون د شلمې کاليزې په اړه جګپوړي فورم د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای کې ترسره شو او د ډېرو هېوادونو استازو په دغه نړیوال سازمان کې د چین د ګډون اهمیت وستايه. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د نومبر په ۹مه نېټه په یوه خبري ناسته کې په دې اړه وويل، چین به په راتلونکي کې د لوړې سويې ورخلاصون ته دوام ورکړي، پر څواړخیز سوداګريز نظام به ټينګار وکړي او په دوامداره توګه به د سيمې تجارت او دوه اړخيزه اقتصادي سوداګري نوره هم ژوره کړي. 

وانګ ون بين وويل، چین د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د ګډون له ۲۰ کلونو راهيسې پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار کړی، د کورنيو توليداتو ارزښت يې ۸ برابره زيات شوی دی. د چین اقتصاد په ۲۰۰۱ م کال کې د نړۍ په اقتصادي اندازه کې ۴ سلنه ځای نیولی و او په ۲۰۲۰م کال کې يې دغه اندازه ۱۷.۴ سلنې ته لوړه شوه او په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد او د توکو لومړی لوی معامله کوونکی هېواد وګرځېد. چین په تېرو ۲۰ کلونو کې په نړیوال اقتصاد کې د خپلو خدمتونو منځنی انډول له مسلسلو څو کلونو راهيسې نږدې ۳۰ سلنې ته رسولی او د نړیوال اقتصاد د دوامداره پرمختګ فعال خدمتګار او د څواړخيز سوداګريز نظام کلک ساتونکی پاتی شوی دی. (هيله)