چین او مصر د تخنيکي تکنالوژۍ د همکارۍ تړون لاسليک کړ
cri2021-11-10 14:14:56
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، چین او مصر د نومبر په ۷مه نېټه د تخنيکي تکنالوژۍ د همکارۍ تړون لاسليک کړ. د دغه تړون د لاسليکېدو مراسم په همدې ورځ د مصر په پلازمينه قاهره کې ترسره شول. په مصر کې د چين سفير لياو لي چیانګ او د مصر د نړیوالو همکاريو وزيرې رانیا المشاط د دواړو هېوادونو حکومتونو په استازیتوب دغه تړون لاسليک کړ. 

سفير لياو لي چيانګ په یادو مراسمو کې وويل، دغه تړون د چین او مصر د پرمختګ او همکارۍ یوه نوې تلپاتې نښه ده او ترې ښکاري چې  دواړو هېوادونو د هراړخيزو همکاریزو اړیکو په چوکاټ کې  د لوړې سویې همکارۍ کړي او کوي يې. (هيله)