ايران به د امريکا له بنديزونو سره سره خپل دفاعي توان لوړ کړي
cri2021-11-10 11:27:15
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنیو چارو وزير حسین امیرعبداللهین د نومبر په ۹مه نېټه له خپل فرانسوي سيال ليدریان سره په ټلفوني خبرو کې وويل، چې ايران به د امريکا له بنديزونو سره سره د خپل دفاعي توان د پرمختګ لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي. نوموړي وویل، چې د خپل دفاعي توان لوړول د ايران قانوني حق دی او پر ايران د امريکا له نویو بنديزونو ښکاري، چې د دغه هېواد کړنې ايران ته د منلو نه دي.

نوموړي زیاته کړه، چې تهران د ذروي خبرو په اړه جدي رویه لري او د هراړخيز ذروي تړون په خبرو اترو کې به سمدستي بيا ګډون وکړي. خو له اړوندو خواوو هم دا تمه لري چې خپلې ژمنې پوره کړي. (هيله)