د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې په عمومي غونډه کې د دغه ګوند د برياليتوبونو او تجربو په اړه پرېکړه ليک تصويب شو
cri2021-11-11 20:52:01
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د واکمن ارګان يعنې د دغه ګوند د مرکزي کمېټې په عمومي غونډه کې د دغه ګوند د تېرو سلو کلنو برياليتوبونو او تجربو په اړه پرېکړه ليک تصويب شو.

په یاده غونډه کې د خپرې شوې اعلاميې له مخې، د دغه ګوند د ۱۹ مې دورې د مرکزي کمېټې شپږمه عمومي  غونډه د نومبر له اتمې تر يوولسمې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شوه او په دې غونډه کې ياد پرېکړه لیک تصویب شو. 

د دغه ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ په یاده غونډه کې يوه وينا هم وکړه. نوموړي همدارنګه د غونډې ګډونوالو ته د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو په استازيتوب کاري راپور وړاندې کړ او د ياد پرېکړه ليک په اړه يې معلومات ورکړل.