بهرنيو سوداګرو د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې د بيا ګډون هيله څرګنده کړې
CMG2021-11-11 11:08:50
شريکول:

روسيان ورځپاڼې په دې وروستيو کې يوه مقاله خپره کړې او ليکوال يې حيرانتيا څرګنده کړې، چې د روسيې د خواړو توليدوونکې تصدۍ د چين د نړيوال وارداتي نندارتون په انلاين ژوندۍ خپرونه کې په څو ثانيو کې د څو ميليونو يوانو په ارزښت ګټه کړې ده.

د سينګاپور ليان هه ځاو باو ورځپاڼې په دغه نندارتون کې د تجارتي فرصتونو د موندلو په برخه کې د سينګاپوري سوداګرو د شوق او زوق په اړه خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې د چين شتمني د سينګاپور د تصديو لپاره سوداګريز فرصتونه برابروي، نو د سينګاپور تصدۍ له کرونا وبا سره سره په دې نندارتون کې د ګډون لپاره شانګهای ته تللې دي.

په نوموړي نندارتون کې د هغو لاسليک شويو تړونونو ارزښت ۷۰ ميليارډه او ۷۲۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی، چې ټاکل شوې د يو کال په موده کې به پلي شي.

د پام وړ خبر دا دی، چې شاو خوا ۲۰۰ امريکايي تصديو د سږ کال په نندارتون کې ګډون کړی، چې دا رقم د تېرو دورو په پرتله زياتوالی ښيي. د استراليا فدرالي حکومت په دغه نندارتون کې ګډون نه دی کړی، خو د دغه هېواد د ويکتوريا ايالتي حکومت د خپلو پيسو په لګولو سره په دې نندارتون کې د لسګونو ځايي تصديو د ګډون لپاره مالي مرستې برابرې کړې دي.