چين او امريکا له اقليمي بدلون سره د مبارزې په اړه اعلاميه خپره کړه
CMG2021-11-11 10:55:03
شريکول:

چين او امريکا د نومبر په ۱۰مه نېته د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۶مې غونډې په ترڅ کې (( د ۲۱مې پېړۍ په دويمه لسيزه کې له اقليمي بدلون سره د کلکې مبارزې په اړه د چين او امريکا د ګلاسګو اعلاميه )) خپره کړه. دواړو خواوو د تر سره شويو کارونو ستاينه کړې او ژمنه يې کړې، چې له بېلابېلو خواوو سره به د پاريس تړون د تطبيق لپاره ګډې هڅې وکړي. د خپل مسئوليت، اصل او وضعيت پر بنسټ به له اقليمي بدلون سره د مبارزې لپاره نور زیات تدبيرونه ونيسي. دواړو خواوو موافقه کړې، چې د ۲۱مې پيړۍ په دويمه لسيزه کې به له اقليمي بدلون سره د مبارزې کاري ګروپ جوړ کړي، څو له اقليمي بدلون سره د مبارزې په اړه د دواړو هېوادونو همکاريو او څواړخيزه پروسې ته وده ورکړي.