د چين او امريکا شخصيتونه : د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې بايد سم مدار ته وګرځي
CMG2021-11-11 10:53:49
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، له چين سره د اړيکو امريکايي کمېټې د نومبر په نهمه نېټه نيويارک کې ماښامانۍ مېلمستيا تر سره کړه. ګډونوالو چيني او امريکايي شخصيتونو هيله وښودله، چې دواړه خواوې دې خپلمنځي خبرې اترې پياوړې کړي، د ستونزو په ليري کولو سره دې د همکارۍ لارې چارې ومومي او مناسب مدار ته د دواړو هېواونو ترمنځ د اړيکو د راستنېدلو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا ولسمشر جو بايډن دغه فعاليت ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

په امريکا کې د چين سفير چن ګانګ په دغه مېلمستيا کې وويل، چې چين د امريکا په اړه غځېدلې او ثابتې تګلارې لري او تل يې د دواړو هېوادونو د خلکو او نړيوالو د اصلي ګټو له مخې په ستراتيژيک او اوږدمهالي ليد له امريکا سره اړيکې پرمخ وړي. نوموړي هيله وښودله، چې د امريکا له حکومت او د بېلا بېلو برخو له بصيرت لرونکو شخصيتونو سره خبرې اترې پياوړې او خپلمنځي توپیرونه کنټرول کړي او د ليد تمرکز خپلمنځي همکارۍ ته واړوي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې بېرته سم مدار ته وګرځي.