افغان طالبانو اعلان وکړ چې د داعش ۶۰۰ وسله وال يې نيولي
CMG2021-11-11 10:18:58
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نومبر په لسمه نېټه وويل، چې د افغانستان لنډمهالي حکومت له تېرو دريو مياشتو راهيسې د کابل، ننګرهار او هرات په شمول د هېواد په څو ولايتونو کې د داعش ۲۱ پټنځايونه ويجاړ کړي او د دغې افراطي ډلې ۶۰۰ وسله وال يې نيولي دي.

نوموړي زياته کړه، چې داعش له ځان سره د افغانانو ملاتړ نه لري او طالبان به د دغې ډلې ضد مبارزې ته دوام ورکړي.