د سينهوا ژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د نومبر په لسمه نېټه د جرمني د صدراعظمې انګيلا ميرکيل په بلنه ورسره تلېفونې خبرې وکړې.
د کريملين ماڼۍ ويبپاڼې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دواړو مشرانو په تلېفوني خبرو کې د بلاروس او د اروپايي هېوادونو په سرحدي سيمو کې د کډوالو پر مسئلو بحثونه کړي او موافقه يې کړې، چې د کډوالو بشري بحران ته بايد پاملرنه وشي.