چين به د افغانستان په اړه د تروېکا پلس غونډې کې ګډون وکړي
CMG2021-11-11 16:58:09
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۱۰ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د افغانستان لپاره د چين ځانګړی استازی یو شياو يونګ به د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه د ترويکا پلس غونډې کې ګډون وکړي. نوموړي زياته کړه، چې چين د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي، چې د افغانستان د سولې او ثبات په ګټه وي.