په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۵۰ ميليونو، ۷۱۵ زرو او ۵۰۲ تنو ته رسېدلی
CMG2021-11-11 10:51:38
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۱۰مه نېټه يو تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۶ بجو او ۳۸ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۵۳۶ زره او ۶۰ نوې پېښې زياتې شوي او عمومي شمېر يې ۲۵۰ ميليونو، ۷۱۵ زرو او ۵۰۲ تنو ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دغه ويروس له امله ۷۶۳۶ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۵ ميليونو، ۶۲ زرو او ۱۰۶ تنو ته رسېدلی دی.