شي جین پينګ د اېپيک د صنعتي چارو سرمشريزې غونډې ته وینا وکړه
cri2021-11-11 15:07:11
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جین پينګ د نومبر په ۱۱مه نېټه له بېجینګ څخه په انلاين ډول د اېپیک د صنعتي چارو په سرمشريزه غونډه کې پر دوامدار پرمختګ د ټينګار او د اسيا او ارام سمندر د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو تر عنوان لاندې مهمه وینا وکړه.

رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په اشارې وويل، چې کرونا وبا لا هم په ګردې نړۍ کې په چټکۍ خپرېږي او د نړیوال اقتصاد د بيااحیا پر وړاندې ډېرې ستونزې موجودې دي. د اسيا او ارام سمندر د سيمې هيوادونه بايد د اوسنیو ننګونو او ستونزو د حل لپاره لارښوونکی رول ولوبوي او د دې سيمې د ګډ برخليک ټولنې پر جوړولو دې ټينګار وکړي. نوموړي په دې اړه څلورفقره ييز وړانديزونه وکړل:

لومړی، د اېپيک غړي هېوادونه دې د کرونا وبا ضد د مبارزې لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي. څرنګه چې اوسنی وضعیت سخت دی، نو موږ باید خپله اراده نوره هم ټينګه کړو.

 دوهم، د اسيا او ارام سمندر د سيمې هېوادونه دې پر پرانيستې همکارۍ ټينګار وکړي، د سوداګرۍ او پانګونې لپاره دې اسانتیاوې برابرې کړي او د اقتصاد بیااحیا دې پرمخبوزي. شي جين پينګ په دې اړه وويل،

((هیڅ پروا نه کوي، چې په نړیوال وضعیت کې څه ډول بدلونونه رامنځته کيږي، ځکه د اسیا او ارام سمندر د سيمې هېوادونو اقتصاد له ستونزو سره د مقابلې پياوړی توان او حیاتي ځواک لري، دا زموږ وړتیاوې دي. او موږ بايد پر ورخلاصون ټينګار وکړو، د سپکاوي او د نورو خواوو د ګوښه کولو له نظريو سره دې مخالفت وکړو. دغه سيمه دې د تېرې سړې جګړې په څېر نه پاشل کيږي او هغه شان حالات دې بیا نه رامنځته کيږي. ))

د شي جين پينګ درېيم وړاندیز دا و، چې د سيمې هېوادونه دې زرغون پرمختګ وهڅوي. بېلا بېلې خواوې دې پر ګډو او توپير لرونکو دندو ټينګار وکړي او په جدي توګه دې د پاريس تړون او د بيولوژيکي تنوع تړون تطبيق کړي او څلورم وړانديز يې دا و، چې نوښتي چارې دې وهڅول شي. د سيمې هېوادونه دې د ټکنالوژۍ او کاري نظامونو په برخه کې نوښتي چارې پرمخبوزي، د تخنیکي لاسته راړونو د کارونې بهير دې چټک او د اقتصادي ابادۍ لپاره دې نوی هڅوونکی ځواک برابر کړي.  

رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د چین اقتصادي پرمختګ د اسيا او ارام سمندر سيمې له همکاريز بهير سره سم پرمخ روان دی. چین په ټاکلي وخت د هراړخيزې شتمنې ټولنې د جوړولو موخه پوره کړې او اوس یې د هراړخيز سوسياليستي عصري هېواد د جوړونې نوې پروسه پيل کړې او دا به د دې سيمې لپاره نور زيات فرصتونه برابر کړي. هغه دې ته اشاره وکړه، چې چین به په کلکې ارادې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پرمخ یوسي او د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي پرمختګ لپاره به هڅوونکی ځواک برابر کړي.

برسيره پر دې، رئيس شي جين پينګ پر دې هم ټينګار وکړ، چې چین به  هراړخیز زرغون پرمختګ پرمخبوزي او د دې سيمې او حتی د ګردې نړۍ د بيولوژيکي چاپېریال د ساتلو لپاره به خپل خدمتونه ترسره کړي. هغه وويل، چین به د بيولوژيکي تمدن جوړونه وهڅوي، له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره به ملي ستراتيژي په جدي توګه تطبيق کړي، د کاربن ايستلو اندازې د کمښت کارونو او د وګړیو د ژوند اړتیاوو ته به یو شان پاملرنې وکړي او په ټاکلي وخت کې به اوج ته د کاربن ايستلو اندازې د رسېدو او د کاربن حنثی موخې پوره کړي.

چین په دې بهير کې د اسيا او ارام سمندر د صنعتي ټولنو د ګډون هر کلی کوي، ځکه چین تل د ګډو ګټو پر بنسټ پر همکارۍ ټينګار کړی او غواړي د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختګ او سمسورتيا په خاطر خپل اغېزمن خدمتونه ترسره کړي.