شي جين پينګ: د اسيا او ارام سمندر سيمه بايد د تېر سوړ جنګ په څېر ونه ويشل شي
CMG2021-11-11 11:08:12
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۱مه نېټه بېجينګ کې د اسيا او ارام سمندر د سيمې اقتصادي همکارۍ سازمان د سوداګرۍ او تجارت سرمشريزې ته د (( پر دوامدار پرمختګ ټينګښت او د اسيا او ارام سمندر د سيمې د ګډ برخليک ټولنې اباد )) پر عنوان وينا وکړه.

شي جين پينګ وويل، هر څنګه چې نړۍ بدلېږي، د اسيا او ارام سمندر د سيمې اقتصادي غوره والی بايد بدل نه شي. دغه سيمه بايد پرمختګ ته دوام ورکړي او له تبعيضي کړنو سره دې مخالفت وکړي. هغه څوک چې د ايډيولوژۍ او جغرافيې په بهانه د دغې سيمې ټوټه کول غواړي، خامخا به ماتې خوري. دغه سيمه بايد د تېر سوړ جنګ په څېر ونه ويشل شي.