د پاکستان ولسمشر: چين د معلوماتي تېکنالوژۍ په برخه کې يو موډل دی
CRI2021-11-11 16:21:04
شريکول:

د پاکستان  ولسمشر عارف علوي د نومبر په ۱۰مه نېټه د پاکستان د مخابراتو رياست او د چين د هوا وې شرکت لخوا په جوړ شوي فورم کې چې عنوان يې و، هر څوک ADIS کارولی شي، ويلي، چې د پاکستان پرمختګ د ټولو ارګانونو د ډجيټلي کيدو له بهير سره تړاو لري، په ځانګړې توګه د ښوونيزو او روغتيايي چارو ارګانونه يې بايد ډيجټلي شي.

علوي د ياد وړانديز لپاره د پاکستان د مخابراتو رياست او د هوا وې شرکت د خدمتونو ستاينه وکړه او څرګنده يې کړه، چې چين د معلوماتي تېکنالوژۍ په برخه کې يو موډل دی او ډېر پرمختګونه يې کړي دي.