پنګ لي يوان د يونيسکو سازمان د مجلې مرکه ومنله
CMG2021-11-11 10:47:58
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمنې او د نجونو او ښځو د ښوونې د هڅولو په چارو کې د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان ځانګړې استازې پنګ لي يوان د نوموړي سازمان له (( ميسنجر )) مجلې سره مرکه وکړه.

پينګ لي يوان په دغه مرکه کې ويلي، چې د بېوزلۍ له منځه وړل او جنسيستي برابري د انسانانو ګډ اميد او د نړۍ د ټولو ښځو هيله ده. چين د نه ستومانه کېدونکو کوښښونو له لارې د مطلقې بېوزلۍ د له منځه وړلو موخې ته رسېدلی، او پوهنه د دې لارې يو مهم تدبير دی. نوموړې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د نجونو او ښځو د ښوونې د هڅولو اراده دې لا ټينګه کړي او زياتو نجونو او ښځو ته دې د تعليمي فرصتونو د برابرولو لپاره هڅې وکړي، څو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو موخه پوره شي.