د ښاروالانو د ۲۰۲۱م کال نړيوال فورم عمومي کنفرانس پيل شو
cri2021-11-12 11:28:47
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۲۱م کال لپاره د ښاروالانو نړيوال فورم عمومي کنفرانس د نومبر په ۱۱مه نېټه د چين په ګوانګ جو ښار کې پيل شو. د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مرستیال رئيس ما بياو په دغه کنفراس کې انلاين وينا وکړه.

نوموړي وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوې د نړيوال پرمختګ وړانديز د نړۍ د يووالي، همکارۍ او ګډ انکشاف لپاره نوې نقشه او تګلاره ټاکلې ده. چين به د کرونا وبا ضد مبارزې او د پرمختګ او د نړيوالو همکاريو په صحنه کې د بېلا بېلو چيني او بهرنيو ښارونو له مهم رول ملاتړ وکړي او د م.م د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا د پلي کېدو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړېدو لپاره لا زيات خدمتونه وکړي. (شکريه)