د اقليمي بدلون په هکله د چين استازی : د چين او امريکا خپلمنځي همکارۍ يوازينۍ سمه لاره ده
cri2021-11-12 11:27:48
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون د امضا کوونکو خواوو ۲۶م کنفرانس په دې وروستيو کې د بريتانیا په ګلاسګو کې پيل شوی او چين او امريکا پکې د نومبر په لسمه نېټه (( د ۲۱مې پېړۍ په دويمه لسيزه کې له اقليمي بدلون سره د کلکې مبارزې په اړه د چين او امريکا د ګلاسګو اعلاميه )) خپره کړې ده. د اقليمي بدلون په اړه د چين ځانګړي استازي شيې جن هوا په يوه خبري ناستې کې په اشارې وويل، د دغې اعلاميې له خپرېدو څخه يو ځل بيا څرګندېږي، چې د چين او امريکا تر منځ همکاري نه يوازې سمه لاره ده، بلکې د دواړو هېوادونو او ټولې نړۍ لپاره ډېره ګټوره هم ده.

شيې جن هوا په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، د اقليمي بدلون په برخه کې د چين او امريکا ګډې نظريې تر تضادونو زياتې دي، نوموړي هيله وښوده چې دغه اعلاميه به د ياد کنفرانس د بريالي کېدو لپاره ښه رول ولوبوي. (شکريه)