چين: د افغانستان وضعيت د ښه والي لپاره به ډېرې هڅې وکړي
CMG2021-11-12 17:14:43
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۱۲ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وویل، چې د افغانستان په چارو کې د چين ځانګړي استازي يوه شياو يونګ د روانې مياشتې په ۱۱ مه نېټه د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د امريکا، روسيې او پاکستان له استازو سره په ګډه د افغانستان په اړه غونډې ((تروېکا پلس)) کې ګډون کړی و او په خپلې وينا کې يې وويل، چې اوس افغانستان په څلورو برخو کې یعنې د سياست، اقتصاد، د ترهګرۍ ضد مبارزې او بشري ناورین له ننګونو سره مخامخ دی او بېلابېلې خواوې دې د دغه هېواد حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته د درناوي پر بنسټ ورسره مرستو او تماس ته دوام ورکړي. هغه زياته کړه، چې چين به له بېلابېلو خواوو سره د افغانستان د وضعيت د ښه والي لپاره ګډې هڅې وکړي.