بهرني کارپوهان : د چين ورخلاصون او همکاري د نړيوال اقتصاد لپاره مهم اهميت لري
cri2021-11-12 14:32:40
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اسيا او د ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د سوداګرۍ او تجارت سرمشريزې ته ويډيويي وينا وکړه او د ده خبرو د نړيوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړې ده. شي جين پينګ په دغه وينا کې په اشارې وويل، چين به په اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار وکړي او په لا لوړ معيار به ورخلاصون نور هم پراخ کړي. د روسيې د نړيوالو چارو شورا رئيس اندري کورتونوف د شي جين پينګ د دغې وينا په تاييد ويلي، چې اوس مهال د نړيوال کېدو بهير له ستونزو سره مخامخ دی، نو په ورخلاصون او همکارۍ ټينګار کول ډېر مهم او لازم دي. د پاکستان د اسيايي چاپيريال او پرمختګ انسټيټوټ اجرائيوي مشر شکيل لامع ويلي، چې له ورخلاصون او همکارۍ څخه د شي جين پينګ ملاتړ ډېر قناعت بښونکی بلل کېږي. (شکريه)