وانګ ون بين : چین به پرمختيايي هېوادونو ته زيات د کرونا ضد واکسین برابر کړي
CMG2021-11-12 17:09:34
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۱۲ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين به له پرمختيايي هېوادونو سره د کرونا ضد واکسين زياته مرسته وکړي او د کرونا وبا پر وړاندې به د نړيوالې مبارزې د برياليتوب لپاره ډېرخدمتونه وکړي.
ايکنوميست فکري مرکز د روانې مياشتې په لسمه نېټه د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د تېر اکتوبر تر پايه پورې په ټوله نړۍ کې خلکو ته تر ۷ ميليارډو دوزو زيات د کرونا ضد واکسين تزريق شوی دی، د چين په مرستې اوس په چيلي او کمبوډيا کې د واکسين د تطبيق انډول په جلاجلا توګه ٪۷۹ او ٪۷۷ ته رسېدلی، چې دغه شمېر تر امريکا او اروپايي هېوادونو هم لوړ دی.
وانګ ون بین زياته کړه، چې چين تر اوسه څه باندې ۱۱۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته تر يو مليارډ او ۷۰۰ ميليونو دوزو زيات د کرونا ضد واکسين برابر کړی او په روان کال کې به ډېرو هېوادونو ته ۲ ميليارډ دوزه واکسین برابر کړي. چين له پرمختيايي هېوادونو سره د واکسين تر نورو زياتې مرستې کوي.