د چين کمونېست ګوند د ۱۹م مرکزي کمېسيون ۶مه عمومي غونډه : چين په نوې زمانه کې بې ساري برياليتوبونه لاسته راوړلي.
cmg2021-11-12 17:03:30
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م مرکزي کمېسيون ۶مه عمومي غونډه د نومبر په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده او په دې غونډه کې ياد شوي، چې د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کنګریس راهيسې، چيني ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم نوی پړاو ته رسېږي. د شي جين پينګ په مرکزيتوب د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې ډېرې ستونزې چې په پخواني اوږدو مودو کې موجود وې، لرې کړې، او ډېرې سترې چارې چې په پخواني اوږدو مودو کې پاتې وې، هم بشپړې کړې.

په دغه غونډه کې ثابت شوي، چې په دې نوې زمانه کې، د کمونېست ګوند د ادارې سيستم په پر له پسې ډول بشپړ شوی، د فسادونو پر ضد مبارزې کې ستر برياليتوب رامنځته شوی، د چين جامع ملي ځواک لا غښتلی شوی، د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي نظام لا بشپړ شوی، د هېواد قانوني اداره لا ښه شوې، د خلکو ژوند په هر اړخيز ډول ښه شوي، د ايکولوژيکي چاپيريال په ساتونکو چارو کې تاريخي بدلون رامنځته شوی، د دولتي امنيت ساتنه په هر اړخيز ډول پياوړې شوې، د هانکانګ نظام له ګډوډي څخه عادي شوی، په ټوله نړۍ کې د چين اغېزه په څرګند ډول پراخه شوې، د چين ملت د خپلواکۍ، شتمنېدو او پياوړي کېدو لاره هواره شوې.

په دې غونډه کې ټينګار شوي، چې شي جين پينګ په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي مفکورې عمده جوړونکی دی. د چين کمونېست ګوند دغې مفکورې ته لارښوونکی مقام ورکوي او دغه پرېکړه د ګوندي او دولتي چارو د پرمختګ او د چيني ملت د سترې سمسورتيا لپاره کليدي رول لوبوي. (شکريه)