د پاريس د سولې څلورم فورم پرانيستل شو
cri2021-11-12 12:13:25
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاريس سوله ييز فورم څلورمه دوره د نومبر په یوولسمه نېټه د فرانسې په پلازمینه پاريس کې پیل شوه. د دغه فورم ګډونوال به تر کرونا وبا وروسته د نړیوالې ادارې، عامه روغتیايي چارو او د کرونا وبا د وقايې او کنټرول، د اقتصاد بيااحیا او ټولشموله پرمختګ، له اقليمي بدلون سره د مقابلې، د بيولوژيکي تنوع د ساتلو او د ډيجټلي او انټرنيټي چارو د ادارې په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړي، څو د نړیوالې همکارۍ او څواړخيزو عملياتو له لارې له نړيوالو ننګونو سره مقابلې وشي. (هیله)