د چین د واکسين نوې جوپه مينسک ته ورسېدله
cri2021-11-12 15:06:35
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، له بلاروس سره د چین مرسته شوي د کرونا ضد واکسين نوې جوچه د نومبر د ۱۱مې نېټې په سهار د دغه هېواد پلازمينې مینسک ته ورسېدله. په بلاروس کې د چین سفير شيې شیاو یونګ او د بلاروس د روغتیايي چارو وزير ډميټرې پنویچ د دغې جوپې د سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی و. 

ډميټرې پنویچ وويل، کله چې تېر کال په چين کې د کرونا وبا د رامنځته کېدو څرک ولګېده، نو بلاروس لومړی هېواد و چې له دغه هېواد سره يې مرستې ته ودانګل. کله چې په بلاروس کې دغه وبا خپره شوې، چين هم ورسره ډېرې مرستې کړي او دغه هېواد ته يې ګڼ شمېر وقایوي مواد او د کرونا ضد واکسین برابر کړي دي. برسيره پر دې، د چین روغتیايي کارپوهانو څو ځلې د بلاروس له طبي کارکوونکو سره د کرونا وبا د وقايې او کنټرول او د درملنې تجربې شريکې کړي او د دغې وبا ضد د بلاروس له مبارزې څخه يې قوي ملاتړ کړی دی. بلاروس د چین له مرستو څخه ډېره مننه کوي. (هيله)