چين د اسيا او ارام سمندر سيمې پرمختګ پر مخ بيايي
CMG2021-11-12 14:35:32
شريکول:

په نړيوالو اقتصادي چارو کې د چيلي د بهرنيو چارو وزارت مرستيال روډريګو يانيز ويلي، چې آسيا زموږ لپاره ډېر بازار دی او هلته زموږ ډېر مهم تجارتي ملګري شتون لري. د اسيا او ارام سمندر سيمه د نړيوال اقتصادي پرمختګ مهم انجين دی، خو اوس د کرونا وبا او بهرني سياسي چاپيريال له ازموينو سره مخ ده.

 ايا دغه سيمه به خپله وړتيا وساتي؟

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په يوولسمه نېټه د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان يعنې د اېپيک (APEC) د صنعتي او سوداګريزو چارو په سرمشريزه کې وويل، هر څنګه چې نړيوال حالات بدليږي، خو د اسيا او ارام سمندر سيمې پياوړی اقتصاد او قوي خوځنده ځواک به بدل نه شي او نړيواله ټولنه بايد وړاندې وګوري او ګامونه دې پورته کړي. د رئيس شي دغه خبرې يادې پوښتنې ته ښه ځواب بلل کيږي.

رئيس شي جين پينګ له ۲۰۱۳م کال راهيسې د نوموړې سرمشريزې په تېرو دورو کې ويناوې کړي او د اېپيک د پرمختګ لپاره يې پېشنهادونه وړاندې کړي دي. نوموړي د روان کال سرمشريزې ته په داسې حال کې وينا وکړه، چې د اسيا او ارام سمندر سيمې پرمختګ له نويو فرصتونو او ننګونو سره مخ دی. له يوې خوا، د اسيا او ارام سمندر سيمې اقتصاد د کرونا وبا د اغېزو پر وړاندې تر نورو سيمو دمخه د بيا سمسورتيا تمايل ښکاره کړی او د سيمه ييزې او هراړخيزې اقتصادي ملګرتيا تړون (RCEP) او د ارام سمندر سيمې د هراړخيزې او پرمختيايي ملګرتيا تړون په شمول څواړخيزو ميکانيزمونو له کرونا وبا وروسته د اسيا او ارام سمندر سيمې اقتصادي احيا ته نوی ځوځنده ځواک برابر کړی دی. له بلې خوا، امريکا د سړې جګړې د مفکورې او د خپلې بادارۍ د ساتلو لپاره د اسيا او ارام سمندر په سيمې کې د څلوراړخيز نظام او د امنيت د درې اړخيز ې همکارۍ په شمول سياسي ډلې جوړې کړي او له اوسنيو څو اړخيزو ميکانيزمونو پرته د خپلې سياسي کړۍ د جوړولو په هڅه کې ده. د امريکا دغو کړنو د اسيا او ارام سمندر سيمې خونديتوب، ثبات او پرمختګ ته ګواښونه جوړ کړي دي.

رئيس شي جين پينګ د اېپيک د صنعتي او سوداګريزو چارو په سږنۍ سرمشريزه کې خپلې نظريې بيان کړې او و يې ويل، چې د ايډيولوژۍ له مخې د کرښې د ايستنې او د جيوپوليټيکس د کوچنې کړۍ د جوړونې لپاره کوښښونه به خامخا ماتې خوري. دغه سيمه بايد د تېرې سړې جګړې په څېر د مقابلې او ټوټه کېدنې وضعيت ته و نه ګرځي او اجازه به هم ور نه کړي. هغه په خپله وينا کې له اړوندو خواوو څخه وغوښتل، چې د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګامونه پورته کړي، او څلور فقره ييز وړانديز يې وکړ، چې د کرونا وبا ضد مبارزې لپاره دې هر هڅه وشي، پر ورخلاصون او همکارۍ دې ټينګار وشي، د زرغون پرمختګ اصلاحات دې تر سره شي او د نوښت لپاره دې هلې ځلې وشي.

روان کال په اېپيک کې د چين د شاملېدو له دېرشمې کليزې سره برابر دی. چين له تېرو دېرشو کلونو راهيسې د ورخلاصون د دوامدارې پياوړتيا له لارې د دغه سازمان له يو ګډون کوونکي څخه  لارښوونکي ته بدل شوی دی. رئيس شي جين پينګ څو څو ځله د اېپيک د مشرانو په غېر رسمي غونډو کې ګډون کړی او د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ پېشنهاد يې کړی، چې دغو کړنو يې سيمه ييز او نړيوال پرمختګ ډېر هڅولی دی.

ورخلاصون د اسيا او ارام سمندر سيمې د ژوند کرښه بلل کيږي او هم د (( چيني پلان))  ډېره څرګنده نښه ده. د اسيا او ارام سمندر سيمې سوداګريزې اندازې او جي ډي پي په تېرو دېرشو کلونو کې د چين او د اېپيک د غړو د ګډو کوښښونو له امله په جلا جلا توګه د نړۍ په جي ډي پي کې  ۴۷ سلنه او ۶۰ سلنه نيسي.

پرانيستی چاپيريال او د سيمې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ له کرونا وبا سره د مبارزې او اقتصادي ثبات او احيا په چارو کې ضروري دي.  چين د ورخلاصون په برخه کې خپل ګامونه هيڅ نه دي شا ته کړي، بلکې پر مخ روان دی. چين د نړيوال وارداتي نندارتون د جوړونې، RCEP تړون ته د منظورۍ ورکولو  او د زرغون پرمختګ د اصلاحاتو په شمول د رښتينو تدبيرونو په نيولو سره د دې سيمې او نړۍ د ګډ پرمختګ لپاره خدمتونه کړي دي.