په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۵۱ ميليونو، ۲۶۶ زرو او ۲۰۷ ته رسېدلی
cri2021-11-12 12:32:43
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په ۱۱مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې، د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د شپې تر ۷ بجو او ۱۹ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۵۲۷ زره او ۲۹۵ نوې پېښې زياتې شوي او عمومي شمېر يې ۲۵۱ ميليونو، ۲۶۶ زرو او ۲۰۷ تنو ته رسېدلی. په همدې مودې کې د دغه ويروس له امله ۷۹۷۸ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۵ ميليونو، ۷۰ زرو او ۲۴۴ ته رسېدلی دی. (هيله)