چین ټایلنډ ته د کرونا ضد واکسینونو نوې جوپه برابره کړې ده
CMG2021-11-13 14:45:39
شريکول:

په ټایلنډ کې د چين سفير هان جه چيانګ د نومبر په ۱۲مه نېټه د ټايلند د صدراعظمۍ په دفتر کې دغه هېواد ته د چيني حکومت د کرونا وبا ضد د واکسين او طبي توکو مرسته ورکړې.

په يادو مرستندويه توکو کې، د چين د کرونا ضد سينواک واکسين او اکسيجن جوړوونکي ماشينونو شامل دي. د ټايلند صدراعظم پرايوش چان وچا له چین څخه مننه وکړه، چې د کرونا وبا ضد مبارزه کې يې ورڅخه ملاتړ کړی. ټايلند غواړي له چين سره د واکسين او اړوندو دواوو د څېړنې او توليد په برخو کې همکارۍ زياتې کړي.

پرايوش د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰مې کليزې لپاره مبارکي وويله او د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين د برياليتوب ستاينه يې وکړه. نوموړي زياته کړه، چې غواړي د اقتصاد او سيمه ييزو چارو په برخو کې له چين سره همکارۍ  زیاتې کړي.